د هرات ولایت ملي امنیت ریاست وايې، دغو کسانو د مولوي حاجي مردان نورزي په مشرۍ په زېرکوه ولسوالۍ کې د دولت ضد فعالیتونه ترسره کول.
ملي امنیت ریاست وايې، یادو کسانو خپل مختلف ډولونه سپکې او درنې وسلې هم ځايي حکومتي ادارې ته سپارلي دي.
ځايی مسؤولین وايې، سولې سره د یادو کسانو یوځای کېدو سره به د هرات په شینډنډ، زاول او زېرکوه ولسوالیو کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.