ايرنا خبري اژانس وايي، د ايران په شمال لوېديځ کې هغه بس موټر چپه شوی، چې خبريالان يې لېږدول.
ايرنا خبري اژانس وايي، په دې پېښه کې دوه خبریالان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
ايراني چارواکو ويلي، د خبريالانو دغه ډله له تهرانه اذربايجان ولايت ته پر لاره وو او غوښتل يې، چې له يوې پروژې ليدنه وکړي.
د ایراني چارواکو په وینا، د پېښې ټپيان يې نږدې روغتون ته د درملنې په موخه انتقال کړي دي او تر دې مهاله يې د پېښې اصلي لامل په اړه څه نه دي ويلي.