Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کرنې وزارت: کندهار کې د انګورو باغ لرونکو ته د روزنې پروګرام پيل شوی.

admin by admin
2021/06/23

 کندهار ولایت کې د انګورو فصل رانږدې کېدو سره  د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دې ولایت کې  باغ لرونکو ته د انګورو د ضايعاتو د مخنیوي روزنیز پروګرام پیل کړی دی.

 د یاد وزارت د کرنیزو محصولاتو پروژې مسوول قیس ادیب وايي، له دې کاره  یې موخه د انګورو د کیفيت لوړول او ساتنه ده.

ادیب وایي، افغان دولت د مېوو او  په ځانګړي ډول د انګورو د کلنیو ضايعاتو د مخنیوي په موخه دغه ګام اخستی دی.

د هغه په خبره، د باغ لرونکو ظرفيتونو په لوړېدو سره به د انګورو ضایعات او اقتصادي زيان کم شي.

اديب زیاته کړه: «  کندهار ولایت کې ۱۰۷۶ د ممیزو کارخونې دي. باغ لرونکو  ته  دا سیمنار د دې په خاطر ورکوو، چې  څنګه په کارخونو کې  ممیز تولېد کړي. انګور څنګه کارخونو ته راوړي. کوم انګور باید کارخونې ته راوړل شي. »

د بل پلو کندهار انګورو باغ لرونکي هم د خپلو حاصلاتو د زيانونو د مخنیوي او مارکيټ پورې د رسېدنې برخه کې دا ډول روزنيز پروګرامونه ګټور بولي.

د پنجوايي ولسواۍ باغ د انګورو باغ لرونکی  محمد داود وايي: «  که څېرې دا شان سیمنارونه نور هم دایر شي، نو باغ لرونکي به پر دې پوه شي، چې له خپلو  باغونو   ښه حاصلاته په ښه طریقه ترلاسه کړي.»

کندهار کې د کرنې وزارت ولایتي استازو ویلي، د دغه ولایت د مېوجاتو او سبزيجاتو د کيفيت لوړونې او ساتنې په برخو کې ګڼ شمېر کرنیزې پروژې روانې دي،چې په بشپړېدو سره به يې د دغه ولایت کرنیز سکټور لا پياوړی شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist