Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار اوسېدونکي: د اکسیجن کمښت له امله مو ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.

admin by admin
2021/06/23

په ننګرهار ولایت  کې یو شمېر خصوصي  کارخونې په ۲۴ ساعتونو کې شااوخوا ۹۰۰ بالونونه د اکسیجن د تولید ظرفیت لري، چې پر وخت ناروغانو ته نه رسیږي او مړه کیږي.

خلک وايي، ساعتونه د کارخونې مخې ته انتظار وي، ترڅو خپلو ناروغانو ته اکسجن ترلاسه کړي.

 دوی وايي، د کارخونو مسوولین بې عدالتي کوي او په بې نوبته شکل واسطه  لرونکو ته اکسیجن ورکوي.

د خلکو په خبره همدا لامل دی،چې د کورونا وبا ګڼ ناروغان مړه کېږي.

 د ننګرهار ولایت اوسېدونکی وايي: « دلته کمېشن کاري روانه ده. دننه ټول کمېشن کاران  دي. بې وزله کس چې راشي، ژاړي، ناروغ یې مړ کېږي، خو څوک اکسیجن نه ورکوي. »

د  اکسیجن تولید کارخونې مسوولین وايي، په عادي ډول ۲۴ ساعتونو کې  د نږدې ۹۰۰ بالونه اکسیجن تولید ظرفیت لري.

دوی وایې، د خلکو اړتېا تر  دې درې برابره ډېره ده  او همدا لامل دی چې خلک شکایت کوي.

د اکسیجن  تولید کارخونې اداري مدیر سردار اغا کلیوال وايي: « عادي حالت کې شااوخوا ۹۰۰ بالونه تولېد کوو. ماشینونه  مو ۲۴ ساعته روښانه وي. خو د خلکو غوښتنه دوه یا درې برابره زیاته ده. د ورځې شااوخوا ۱۸۰۰ بالونونه راځي.  ۹۰۰ بالونونه یې ډک کېږي.»

روغتیايي چارواکي وايي،دا مهال  په دولتي او خصوصي روغتونونو کې تر ۶۰۰ پورې بالونه اکسیجن  ته اړتېا او په روعتونونو کې د اکسیجن کمښت وېره نشته.

د ننګرهار عامې روغیتا مشر  نصیر احمد وايي: « د ورځې ۲۵۰ بالونونه د کورونا وبا روغتون کې اړتېا لرو. له ۱۰۰ یا  ۱۲۰ بالونونه پورې په حوزي روغتون کې، ۲۰ یا ۳۰ بالونونه د ګردو روغتون کې اړتېا لرو. ښايي له ۵۰ تر ۱۰۰ بالونونو پورې د  ټول ننګرهار بېلابېلو ولسوالیو وړو روغتونونو او خصوصي روغتونو کې اړتېا ولرو.  دغه راز د ورځې له ۵۰ تر ۱۰۰ بالونونو پورې لغمان او  کونړ ولایتونو ته لېږدول کېږي. »

د ننګرهار ولایتي ادارې په یوې تازه پرېکړې دې ولایت کې  د ګنې کوڼې پر کموالي او ماسک اچولو پرېکړه کړې او له خلکو یې غوښتې په ښار کې د کورونا خپریدو میخنوي په موخه  ماسک وکاوري.

 د ننګرهار ولایت عامې روغتیا د مالوماتو له مخې، په دغه ولایت کې تر اوسه پورې ۵ زره ۹۲۵ کسان پر کورونا وبا اخته شوي، ۲۳۷ کسان ترې مړه شوي او  ۳ زره ۸۹۱ کسان ترې بېرته  روغ شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist