په افغانستان کې له بدلېدونکي حالت وروسته د امریکا او پاکستاني استخباراتو ترمنځ ناستې ترسره شوي، خو تر اوسه پورې یې جزئیات پټ ساتل شوي دي.
د اوس لپاره ظاهرا بحث امریکا ته د اډو ورکړه ده،چې د افغانستان له کنټروله وتلې جغرافیه باندې جوړیږي،هغه سیمه چې افغانستان ته ترې راتلونکی ګواښ متوجه دی.
سره له دې چې پاکستان ویلي، امریکا ته اجازه نه ورکوي، خو واشنکټن سره یې اړیکې له ډېر پخوا دي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي: « موږ د ۲۰۰۱ زېږدیز کال سپټمبر له نهمې نیټې راپدیخوا له سي ای اې سره اړیکې لرو او له یو بل سره ګورو. اسلام اباد ته د سي ای اې مشر سفر په لړ کې هغه ماسره نه دي لیدلي، خو زموږ د ای اس ای له مشر سره یې لېدلي دي.»
بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا په دې باور دي،چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د افغانستان په اړه پټ توافقات شوي دي.
یو مشترک ټکی چې امریکا او پاکستان یې سره نږدې کړي،هغه افغانستان کې یو ګډ یا ایتلافي حکومت دی، چې طالبان،اوسنی حکومت او سیاسیون به په کې شامل وي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی صلاح الدین سعیدي وايي: « زه باوري یم،چې د افغانستان خلک به له ټولو کړکېچونو سره سره د خپلو ګټو ساتلو لپاره مقاومت وکړي. وخت به وښي،چې د افغانستان د منافعو ضد برنامې نه پخوا بریالۍ شوي او نه به اوس بریالۍ شي. زه باور لرم، چې د څو میاشتو په تېرېدو سره به طالبان په دې وپوهیږي،چې د نفع سیاست د زور سیاست به بریالی نه وي . ټول منطق به دا حکم وکړي، چې افغانان په حپلو کې سره کیني او د خپل راتلونکي برخلیک وټاکي.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی بیا داسې وايي: « پاکستان د امریکا له لوري جوړ شوی هېواد دی،چې امریکا وکولائ شي، له دې لارې په سیمه کې خپلې ستراتیژیکې ګټې ترلاسه کړي او په دې برخه کې د امریکا لاس پاکستان سره یو دی. که چېرته امریکا غواړي،پاکستان تمویل نه کړي، دا جګړه پای ته رسیږي،خو امریکا سیاسي اهدافو ته د رسېدو لپاره دا کار نه کوي.»
له دې سره اندېښنه دا ده،چې امریکا ګني غواړي، پر افغانستان د کنټرول لپاره پاکستان او سیمې هېوادونو ته وسپاري.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، افغانستان کې له سیاسي جوړجاړي پرته د کورنۍ جګړې امکان شته.
خان زیاته کړې: « له افغانستانه د امریکا وتلو په تړاو په دې خوښ یو،چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري او اندېښمن پر دې یو،چې له سیاسي جوړ جاړي پرته د کورنۍ جګړې امکان شته. په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی د ایتلافي حکومت له لاری راتللی شي،چې په هغه کې اوسنۍ دواړه ښکېلې غاړې شاملې وي.»
پاکستان له امریکا د ترهګرۍ په نوم میلونونه ډالر واخېستل،خو په دې پیسو باندې افغانستان کې جګړه پرمخ ولاړه.
اوس چې دا جګړه پای ته رسېدونکې ده،پاکستان د لوبې په پای کې یوځل بیا له امریکا امتیاز ترلاسه کوي.