په افغانستان کې د ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تازه راپور د امرباالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت له لوري بې بنسټه وبلل شو.
د دغه وزارت ویاند عبدالغفار فاروق وايي، افغانستان یوه بشپړه اسلامي ټولنه ده او دلته اسلامي احکام د قانون په څېر پلي کیږي پکار ده چې یوناما په دې تړاو له ناسمو څرګندونو ډډه وکړي او د خلکو احساس تخریش نه کړي .
د فاروق په خبره، په افغانستان کې د نارینه او ښځېنه وو شرعي حقوق خوندي دي او له ټولو سره د شریعت په چوکاټ کې چلن کېږي.
هغه زیاتوي:« موږ د دوی دغه بې بنسټه ادعاوې ردوو. په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د هېواد ټولو اتباعو هغه که نارینه او که ښځېنه وي، شرعي حقوق یې خوندي شوي. له ټولو سره شرعي چلن کېږي. افغانستان یوه مسلمانه ټولنه ده او د اسلامي نظام دنده ده، چې په احسنه طریقه د شریعت احکام د قوانینو په څېر پلې کړي. له یوناما غواړو چې د اسلامي احکامو تطبیق په اړه له داسې څرګندونو ډډه وکړي، چې د مسلمانانو احساسات ژوبل کوي.»
د اسلامي د یوناما راپورناسم ګڼي او زیاتوي چې د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لوري توصیه شوي احکام ټول مالوم شرعي احکام دي او په دې تړاو د یوناما نیوکې بې ځایه دي .
فطرت وايي، دغرب له لید لوري د افغانستان ارزونه ناسم کار دی افغاني ټولنه مسلمانه ده او باید پرهمدې اساس یې ارزونه شي او په دې تړاو باید د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیول شي.
هغه زیاتوي:« د یوناما په وروستي راپور کې د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د فعالیتونو او پروسیجر په اړه له حقیقته لرې، بې بنسټه نیوکې شوي. موږ د غه ډول بې ځایه او بې بنسټه نیوکې ردوو. د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په افغانستان کې د ټولو اتباعو که نارینه دي او که ښځېنه د ټولو شرعي حقوق خوندي شوي او له ټولو سره شرعي چلن کېږي. دا چې افغانستان یوه اسلامي ټولنه ده، د اسلامي نظام لپاره اړینه ده او دا یې دنده ده چې ټول اسلامي احکام پلې کړي. د یوناما لپاره هم په کار ده چې له داسې ډول څرګندونو د اسلامي احکامو د تطبیق په برخه کې ډډه وکړي.»
له بل لوري بیا دیني عالمان د یوناما وروستی راپور چې په ې دامرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر چارو نیوکې شوې دي، د افغانستان پر اسلامي او ملي ارزښتونو ملنډې یادوي او زیاتوي چې افغان ولس چاته اجازه نه ورکوي چې د دوی پر عقایدو او ارزښتو ملنډې ووهي.
یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت تګلارو د ښځو پر روغتیا ناسم اغیز کړی .
د دغه راپور پربنسټ له محرم پرته اوږد سفر ، سنګار خونو ، عامه ځایونو ، پارکونو، لوبغالو او حمامونو ته د ښځو پرتګ بندیز د دوی جسمي او رواني روغتیا اغیزمنه کړې ده، خوسرپرست حکومت بیا وايي د شریعت پر بنسټ د ټولو وګړو حقوق یې خوندي دي او نړۍ باید په داسې مسایلو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.