Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون ښودلی

اسلامي امارت د بشري حقونو په تړاو د یوناما راپور بې بنسټه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/11

په افغانستان کې د ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) تازه راپور د امرباالمعروف او نهیې عن المنکر وزارت له لوري بې بنسټه وبلل شو.

د دغه وزارت ویاند عبدالغفار فاروق وايي، افغانستان یوه بشپړه اسلامي ټولنه ده او دلته اسلامي احکام د قانون په څېر پلي کیږي پکار ده چې یوناما په دې تړاو له ناسمو څرګندونو ډډه وکړي  او د خلکو احساس تخریش نه کړي .

د فاروق په خبره، په افغانستان کې د نارینه او ښځېنه وو شرعي حقوق خوندي دي او له ټولو سره د شریعت په چوکاټ کې چلن کېږي.

هغه زیاتوي:« موږ د دوی دغه بې بنسټه ادعاوې ردوو. په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د هېواد ټولو اتباعو هغه که نارینه او که ښځېنه وي، شرعي حقوق یې خوندي شوي. له ټولو سره شرعي چلن کېږي. افغانستان یوه مسلمانه ټولنه ده او د اسلامي نظام دنده ده، چې په احسنه طریقه د شریعت احکام د قوانینو په څېر پلې کړي. له یوناما غواړو چې د اسلامي احکامو تطبیق په اړه له داسې څرګندونو ډډه وکړي، چې د مسلمانانو احساسات ژوبل کوي.»

د اسلامي د یوناما راپورناسم ګڼي او زیاتوي چې د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لوري توصیه شوي احکام ټول مالوم شرعي احکام دي او په دې تړاو د یوناما نیوکې بې ځایه دي .

فطرت وايي، دغرب له لید لوري د افغانستان ارزونه ناسم کار دی افغاني ټولنه مسلمانه ده او باید پرهمدې اساس یې ارزونه شي  او په دې تړاو  باید د افغانانو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

هغه زیاتوي:« د یوناما په وروستي راپور کې  د امربالمعروف نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د فعالیتونو او پروسیجر په اړه له حقیقته لرې، بې بنسټه نیوکې شوي. موږ د غه ډول بې ځایه او بې بنسټه نیوکې ردوو. د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وروسته په افغانستان کې د ټولو اتباعو که نارینه دي او که ښځېنه د ټولو شرعي حقوق خوندي شوي او له ټولو سره شرعي چلن کېږي. دا چې افغانستان یوه اسلامي ټولنه ده، د اسلامي نظام لپاره اړینه ده او دا یې دنده ده چې ټول اسلامي احکام پلې کړي. د یوناما لپاره هم په کار ده چې له داسې ډول څرګندونو د اسلامي احکامو د تطبیق په برخه کې ډډه وکړي.»

له بل لوري بیا دیني عالمان د یوناما وروستی راپور چې په ې دامرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر چارو  نیوکې شوې دي،  د افغانستان پر اسلامي او ملي ارزښتونو ملنډې یادوي او زیاتوي چې افغان ولس چاته اجازه نه ورکوي چې د دوی پر عقایدو او ارزښتو ملنډې ووهي.

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت تګلارو د ښځو پر روغتیا ناسم اغیز کړی .

د دغه راپور پربنسټ له محرم پرته اوږد سفر ، سنګار خونو ، عامه ځایونو ، پارکونو، لوبغالو او حمامونو ته د ښځو پرتګ بندیز د دوی جسمي او رواني روغتیا اغیزمنه کړې ده، خوسرپرست حکومت بیا وايي د شریعت پر بنسټ د ټولو وګړو حقوق یې خوندي دي او نړۍ باید په داسې مسایلو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

مې 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist