هرات پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د رباتیک ځوانانو ډلې له لوري د اکسېجن تولید دستګاه جوړه شوه.
د هرات ولایت مقام وایي، دغه دستګاه باندې۵۰ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د نورو دستګاه وو په پرتله یې کیفیت لوړ او قیمت ټيټ دی.
دغه دستګاه په هره یوه دقیقه کې د اووه نیم لېتره اکسیجن د تولید وړتیا لري.
د دغې دستګاه اکسیجن ۹۵ سلنه خالص دی.