Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پنټاګون: له افغانستانه د سرتېرو وتلو بهیر ښايي ورو شي.

admin by admin
2021/06/22

 افغانستان کې  د جګړې شدت او د ګڼو سیمو له لاسه و تلو  سره هم ‌مهاله د امريکا دفاع وزارت یا پڼټاګون ويلي، افغانستان کې د امنيتي حالت په تغير سره به د دوی د ځواکونو وتلو لړۍ هم ورو شي.

د یاد وزارت وياند جان کربي وایي: « په داسې حال کې،چې د ځواکونو د وتلو مهال وېش هم موجود دی، موږ پر دې فکر کې يوو،چې د حالاتو په تغیير سره به دا مهال وېش هم تغير وکړي او د سرتېرو د اېستلو بهیر به ورو شي.«

د پنټاګان له دې څرګندونو سره هم ‌مهاله د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم لوېديځو رسنيو ته ويلي، طالبان نه شي کولی، له پوځي لارې افغانستان ونيسي او که غواړي بريالي شي، نو افغان حکومت کې دې مدغم شي.

خان زیاته کړې:« موږ له پوځي  لارې د افغانستان د نيولو مخالفت کوو. دا چاره به يوازې د لسيزو کورنۍ جګړې ته لاره هواره کړي، طالبان نه شي کولی ټول هېواد کې بريا ته ورسېږي او د بريا لپاره بايد حکومت کې مدغم شي.«

د پنټاګان وياند جان کربي که څه هم د افغانستان امنیتي وضعیت نازک یاد کړی،خو ویلي یې دي، چې د دوی ټول تمرکز اوس پر دې دی،چې خپل او د خپلو متحدینو سرتېري په ټاکلې نېټه چې د سپټمبر یوولسمه ده، له افغانستانه بهر کړي.

کربي زیاته کړه: « لومړی دا چې امريکايي ځواکونه به له دغه [افغانستان] هېواد څخه بهر شي او دويم دا چې دا لړۍ به د سپټمبر میاشتې تر ټاکلې نېټې پورې چې د ولسمشر جو بايډن له لوري ټاکل شوې، بشپړه شي.«

په کور د ننه بيا د عمران خان څرګندونو ته باور دا دی،چې دغه هېواد د خپلو ګټو لپاره دوه مخی سیاست لوبوي.

د ولسي جرګې غړی وايي:« د پاکستان سياست هوښيارانه دی، هر کله يې د افغانستان مرکزي حکومت پلوي کړې. دوی خپلې موخې لري، که د دوی موخې په همدا شته حالاتو کې لاسته راځي، نو هماغه شان به پاتې کېږي او که چېرې په بل نظام يا رژیم کې وي، دوی به کوښښ د هماغه نظامي کوي،چې راشي، که خلص ووايم، د پاکستان سياست په ښکاره او باطن کې  د افغانستان په اړه توپیر کوي. ښکارره يې غلط سياست او غلط الفاظ نه دي کارولي.که موږ هر راز الفاظ کاروو، خو دوی ښکاره الفاظ د افغانستان په ګټه کاروي اما په باطن کې يا په ستراتيژۍ کې چې دوی کومې موخې لري هغه کوښښ کوي چې تر لاسه يې کړي.»

د امريکا دفاع وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي،چې د هېواد په ګڼو ولايتونو کې یو  شمېر ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي.

په نږدې یوولس ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله ‌والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي او د هېواد په شمال کې یو شمېر پخوانیو قوماندانانو بیا  د طالبانو پرضد د جګړې پيل خبر ورکړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist