Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اسلام اباد کې د امریکا او پاکستان د استخباراتي مشرانو ترمنځ لیدنه شوې

admin by admin
2021/06/22

افغانستان کې له بدلېدونکي وضیعت وروسته د امریکا او پاکستاني استخباراتو ترمنځ ناستې ترسره شوې دي.

د دې ناستو جزئیات د اوس لپاره پټ ساتل شوي دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو له پیل وروسته د واشنګتن او اسلام اباد ترمنځ اړیکې ترټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.

د اوس لپاره ظاهرا بحث امریکا ته د اډو ورکړه ده، چې د افغانستان له کنټروله وتلې جغرافیه باندې جوړیږي، هغه سیمه چې افغانستان ته ترې راتلونکی ګواښ متوجه دی.

پاکستان ویلي چې امریکا ته د نظامي اډو جوړولو اجازه نه ورکوي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي: «موږ د ۲۰۰۱ کال سپټمبر له نهمې نېټې راپدېخوا له سي‌ای‌اې سره اړیکې لرو او له یو بل سره ګورو. اسلام اباد ته د سي‌ای‌اې مشر سفر په ترڅ کې هغه ماسره نه دي لیدلي، خو زموږ د ای‌اس‌ای مشر سره یې لیدلي دي.»

اوس تحلیل کوونکي په دې باور دي چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د افغانستان په اړه پټ توافقات شوي دي.

یو مشترک ټکی چې امریکا او پاکستان یې سره نږدې کړي هغه افغانستان کې یو ګډ یا ایتلافي حکومت دی چې طالبان، اوسنی حکومت او سیاسیون به په کې شامل وي.

شنونکی صلاح الدین سعیدي بیا په دې اړه وایي: «زه مطمین یم چې د افغانستان خلک به د ټولو کړکېچونو سره سره د خپلو ګټو ساتلو لپاره مقاومت وکړي. وخت به وښي د افغانستان د منافعو ضد برنامې نه پخوا بریالۍ شوي او نه به اوس بریالۍ شي. زه باور لرم  چې د څو میاشتو په تېرېدو سره به طالبان په دې وپوهیږی چې د زور سیاست به بریالی نه شي. منطق به دا حکم وکړي چې افغانان خپلو کې سره کیني او د خپل راتلونکي برخلیک وټاکي.»

شنونکی توریالی ځاځی بیا وایي: «پاکستان د امریکا له لوري جوړ شوی هېواد دی چې امریکا وکولای شي له دې لارې په سیمه کې خپلې ستراتیژیکې ګټې ترلاسه کړي او په دې برخه کې د امریکا لاس پاکستان سره یو دی. که چېرته امریکا غواړي پاکستان تمویل نه کړي، دا جګړه پای ته رسیږي، خو امریکا سیاسي اهدافو ته د رسېدو لپاره دا کار نه کوي.»

له دې سره اندېښنه داده چې امریکا ګني غواړي په افغانستان د کنټرول لپاره  پاکستان او سیمې هېوادونو ته وسپاري.

د پاکستان لومړي وزیر ویلي، افغانستان کې له سیاسي جوړجاړي پرته د کورنۍ جګړې امکان شته.

عمران خان ویلي: «له افغانستان څخه د امریکا وتلو په تړاو په دې خوښ یو چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري او اندېښمن په دې یو چې له سیاسي جوړ جاړي پرته د کورنۍ جګړې امکان شته. په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی د ایتلافي حکومت له لاری راتللی شي چې په هغه کې دواړه ښکېلې غاړې شاملې وي.»

پاکستان له امریکا څخه د ترهګرۍ په نوم میلونونه ډالر واخیستل، خو په دې پیسو باندې افغانستان کې جګړه پرمخ لاړه. اوس چې دا جګړه پای ته رسېدونکې ده، پاکستان د لوبې په پای کې یو ځل بیا له امریکا امتیاز ترلاسه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تحریک انصاف د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې پراخو لاریونونو ته چمتوالی نیسي
نړۍ

تحریک انصاف د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې پراخو لاریونونو ته چمتوالی نیسي

فبروري 11, 2026
بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري
افغانستان

بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري

فبروري 11, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه
افغانستان

د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه

فبروري 11, 2026
جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه
افغانستان

جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه

فبروري 10, 2026
د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي
افغانستان

د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي

فبروري 10, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist