Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورونا وبا؛ افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي.

admin by admin
2021/06/22

عامې روغتیا وزارت وايي،  دا د کورونا وبا درېیمې څپې په جریان کې تر ټولو لوړه ورځنۍ شمېره ده. 

د یاد وزارت مرستیال ویاند مېروس علیزی وایي، په دغه موده کې د کورونا وبا له امله  ۷۳کسان مړه شوي هم دي. 

علیزي زیاته کړه: « په تېرو ۲۴ ساتونو کې ۵ زره ۴۹۹ مشکوکې پېښې په خصوصي او دولتي لابراتوارونو کې معاینه شوي،چې له ډلې یې ۲۲۰۰ پېښې مثبتې دي. له دې سره هېواد کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۰۹  زره  او ۹۵۰ ته لوړ شو. په دې موده کې ۴۹۴ کسان له دې ناروغۍ رغېدلي او ۷۳ نور ترې مړه شوي دي»

د عامې ورغتیا وزارت اټکل ښیي چې د کرونا وبا درېیمې څپې اوج حالت به د روانې اوونۍ تر پایه دوام وکړي.

په روغتونونو کې د آکسېجن کموالي او په بازار کې د خصوصي شرکتونو له لوري د اکسېجن بیو لوړوالي ناروغ لرونکي له ستونزو سره مخ کړي او نیوکه کوي، چې خصوصي سکتور د وبا په جریان کې د خلکو له مجبورۍ ګټنه پورته کوي او د اکسېجن نرخونه یې څو برابره لوړ کړي دي.

یو تن ناروغ لرونکی وایي:« په ټوله نړۍ کې هغه امکانات چې د انسان د ژغورنې لامل کیږي، د کورونا وبا  برخه کې هغوی هغه وسایل په وړیا ډول ورکوي  او یا یې په ډېره کمه بیه پلوري. ولې متاسفانه یو شمېر شرکتونه او ځینې تجاران شته،چې له دې فرصت استفاده کوي»

یو شمېر کابل ښاریان بیا حکومت ملامتوي، چې ولې له هغو کسانو او شرکتونو سره قانوني چلند نه ‌کوي،چې احتکار کوي او د خلکو له ژونده خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

د کابل ښار اوسېدونکی وايي: « زه د دې ټولو بدبختیو مسوول حکومت ګڼم، چې تر دې دمه یې هېڅ راز ګام نه دی کړی.»

د آکسیجن کمښت او د مړینې د ګراف  لوړوالی دوه هغه سره تړلې مسلې دي،چې له ډېرو خلکو یې لار ورکه کړې.

عامې روغتیا وزارت په مکرر ډول د آکسیجن د تشې ډکولو ژمنې کړي، خو لا یې دا ستونزه تر دې کچې نه ده حل کړې،چې د خلکو رضایت ترلاسه کړي.

د وزارت د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې پر کورونا وبا ۱۰۹ زره ۹۵۰ ته لوړ شوی او ۴ زره ۷۰۲ کسان ترې مړه شوي دي.

 کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت  په ووهان ښار کې پیدا شوه.

د امریکا متحده ایالتو  د جان هاپکنز پوهنتون  د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې  پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۸.۸۴ میلیونو لوړ شوی  او څه باندې ۳.۸۷ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist