د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادانوم جنیوا کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، د کورونا ډېلټا بڼه چې تر ټولو په چټکۍ سره خپرېږي، تر اوسه پورې د نړۍ ۹۲ هېوادونو ته خپره شوې او په خبره یې دې چارې د وبا د نړیوالو پېښو کمېدلو بهیر ورو کړی دی.
ادانوم وايي، د نړۍ پر کچه له تېرو ۸ اوونیو راهېسې د وبا پېښې د کمېدو په حال کې دي.
دغه راز ادانوم وايي، د وبا له امله د مړینو کچه بیا له تېرو ۷ اوونیو راهېسې مخ پر کمېدو روانه ده.
ادانوم دا خبرې داسې مهال کوي،چې نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر۱۷۹ میلیونو ته نږدې شوی او څه باندې ۳.۸۷ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.