سرچینه وايي، د کندهار میوند ولسوالۍ، چې د طالبانو واک ته ورغلې وه، حکومتي ځواکونو یې د بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي.
د سرچینې په وینا، د دغو عملیاتو مشري د کندهار د امنیت آمر غورځنګ افریدی او د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال شفیق رسولزی کوي.
میوند ولسوالي له تېرو دریو میاشتو راهیسې محاصره وه، خو سرچینې وايي، بند پاتې سرتېرو د هوایي ځواک د مرستې غوښتنه کړې وه.
د سرچینې په خبره، پر وخت د مرستې نه رسېدو له امله حکومتي سرتېري اړ شول، چې دغه ولسوالۍ وسله والو طالبانو ته پرېږدي او شاتګ وکړي.