Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر: د قریشي څرګندونې د افغانستان چارو کې ښکاره لاسوهنه ده.

admin by admin
2021/06/22

په کابل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم  د یوې خبري ناستې پر مهال  د ډیورنډ فرضي  کرښې په اړه د پاکستان بهرنیو چارو  وزیر شاه محمود قریشي ووروستۍ څرګندونې وغندلې .

 صمیم وايي، پاکستان اوس هم خپلې ستراتیژیکې اړیکې په افغانستان کې تعقیبوي او د یوه ښه ګاونډي په توګه یې احترام  نه دی کړی.

 هغه وايي، پاکستان نه غواړي چې افغانستان ملي حاکمیت ؛ دایمي سولې او پرمختګ ته ورسیږي.

صمیم زیاته کړه: « د پاکستان ستونزه دا ده، چې له ځواکمن افغانستانه وېره لري.  پاکستان غواړي، افغانستان په داسې حالت کې واوسي،چې نه یې ملي حاکمت پر ځای وي، نه یې ځمکنۍ بشپړتېا ته څوک احترام وکړي او نه د خپلو ملي  منافیعو د دفاغ وس ولري.»

سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وایي، د شاه محمود قریشي ویناوې د طالبانو د ویاند  په ډول وې.

صمیم په افغانستان کې د طالبانو د رهبرۍ حضور رد او پاکستان کې د کویټې شورا یې د طالبانو د رهبرۍ ښکاره حضور یاد کړ .

صمیم وايي: «  شاه محمود قریشي ادعا کوي، چې د طالبانو رهبري په افغانستان کې ده. حال دا چې د طالبانو رهبري په ګویټه کې ده. د کویټې شورا یې ښه بېلګه ده، چې د افغانستان ټول ولس ترې خبر دی  او هم ټول  نړیوال ترې خبر دي. له هغه ځایه جګړه رهبري کوي،چې له دې څخه هم د پاکستان نیت ښکاري. د افغانستان د جګړې مړي کویټې، پیښور، میرانشاه او نورو ځایونو ته لېږدول کېږي.  »

شاه محمود قریشي څو ورځې وړاندې له یوې افغاني  خصوصي رسنۍ  سره په مرکه ویلي، چې د  ډیورنډ فرضي کرښه په رسمي او نړیواله توګه پیژندل شوی سرحد یاد کړ، چې په اړه یې له نورو خبرو کولو ډډه وکړه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist