سرچینې وایې، نن سهار د بغلان ولایت نهرین ولسوالۍ او شلمې فرقې سیمې پرته له جګړې طالبانو ته پرېښودل شوي دي.
سرچینه وایې، چې د سیمو په سقوط کې یو لوري ته هم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سرچینې په خبره، افغان ځواکونو پلخمري ښار ته شاتګ کړی او لسګونه ټانکونه، ډيسي توپونه او ګڼ مهمات طالبانو نیولي دي.