۲۰۷ ظفر قول اردو وايې، دغه سرتېرو ګلران ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد پوځي عملیات پيل کړي دي.
مسؤولین وايې، چې یاد سرتېري به ګلران ولسوالۍ کې یوشمېر سیمې د طالبانو له موجودیت څخه پاکې کړي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بیا وايې، چې تازه دمو سرتېرو ګلران ولسوالۍ ته پرلاره د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ۵ کړۍ ماینونه هم شنډ کړي دي.
ګلران د هرات یوه له ترټولو نا امنه ولسوالۍ ده، چې ډېری سیمې يې د طالبانو په واک کې دي .