د هالنډ په پلازمینه کې افغان لاریون کوونکو د جګړې او تاوتریخوالي ضد شعارونه ورکول او غوښتنه یې دا وه،چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د ایران او پاکستان نیابتي جګړه پای ته ورسول شي.
لاریونوال وایي، د روانې جګړې ګټه ټوله پنجاب او تهران ته رسېږي،خو وینې په کې د افغانانو توېیږي او د افغانستان د ویجاړولو پروسه یې روانه کړې ده.
دوی له ولسواک نظام، بشري حقونو، بیان ازادۍ او د اقلیتونو د حقونو د خوندي کولو غوښتنې درلودې.
له نړیوالې ټولنې د لاریون کوونکو غوښتنه دا وه،چې خپله چوپتیا دې ماته او افغانستان کې دې د روانې خونړۍ جګړې او وحشت په اړه خپل غږ پورته کړي.