سرچینه وايي، شېبه وړاندې افغان هوایي ځواکونو، په شاه جوی ولسوالۍ کې پر هغو سیمو هوايي بریدونو پیل کړل، چې تېرو څو اوونیو کې طالبانو له حکومتي ځواکونو نیولي وې.
تر اوسه دغو بریدونو کې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره مالومات نه دي ورکړل شوي.
د شاه جوی ولسوالۍ ډېرې برخې او د ملي اردو یو لوی کمپ درې اوونۍ وړاندې طالبانو له حکومتي ځواکونو نیولی وو.