Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مشرانو جرګه: امریکايي چارواکي د افغانستان وضعیت خرابېدو ته لمن وهي.

admin by admin
2021/06/21

 د مشرانو جرګې یو شمېر غړي پر امریکایي چارواکو نیوکه کوي،چې افغانستان د وضعیت خرابیدو ته لمن وهي.

د یادې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وايي، په کابل کې د امریکا سفارت او نور چارواکي یې اعلامیې ورکوي،مهاجرت او کډوالۍ ته زمینه برابروي او داسې ښیي،چې افغانستان کې حالت  مبهم لور ته روان دی.

 مسلمیار زیاته کړه: « د امریکا سفارت اعلامیه ورکوي،چې ګاونډي هېوادونه دې دروازې خلاصې کړي. که د افغانستان حکومت سقوط شي، داسې کار دې وشي. دا یوه ستراتیژي ده، یوه برنامه ده، د افغانستان خلک باید پر دې پوه شي، چې دا یوه تپل شوې جګړه ده. »

د مشرانو جرګې غړو پر حکومتي مشرانو هم نیوکه وکړه،چې په خپلمنځي اختلافونو کې راګیر دي او هېواد یې هېر کړی دی.

دوی وایي، وضعیت له کنترول وتلی، مسوولینو فیسبوک ته مخه کړې او ګومارنې د پیسو په بدل کې کوي.

د مشرانو جرګې غړی نادر بلوچ وايي: « زه هېله لرم،چې افغان حکومت هرڅومره ژر چې کېږي، د جګړې مدیریت لپاره یوه پوځي شورا جوړه کړي. »

 د مشرانو جرګرې غړی اصف صدیقي وايي: «  د فساد مخنیوی وکړئ، د خپلو جیبونو له پاره کار مه کوئ. په دې اساسو شرایطو کې د هېواد له پاره کار وکړئ. هېواد د سقوط په حالت کې دی، خو متاسفانه دوی اوس هم غلا او فساد کې لګیا دي.»

سناتوران د وروستیو تغیراتو او تبدیلاتو هرکلی کوي،خو غوښتنه لري، چې ټول دې خپل ملیتوب ثابت کړي.

د مشرانو جرګې غړي په امنیت شورا نیوکې کوي،چې نه پرېږدي امنیتي مسوولین د جګړې کرښې ته لاړ شي، ځان له وضعیت باخبره کړي، بلکې دلته یې په ارګ کې مصروف ساتي.

دغه راز سناتورانو په تکتیکي شاتګ او پر اطلاعاتي راز هم نیوکه وکړه،چې ګنې د طالبانو له لوري د ولسوالیو  لړۍ ورځ تر بلې پراخه کېږي،خو دوی لا هم د تکتیکي شاتګ نوم ورکوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist