روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۲ زره او ۳۰۱ کسان مړه شوي دي.
د وزارت په خبره، د کورونا وبا له امله د نویو مړېنو په ثبت سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر له ۵۰۰ زرو پورته شو.
دغه راز بیا په دې هېواد پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷.۸ میلیونو اوښتی دی.
برازیل د امریکا له متحده ایالتو او هند وروسته نړۍ کې دویم هېواد دی،چې کورونا وبا سخت ځپلی دی.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.
د امریکا متحده ایالتو د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۸ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۸۶ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.