Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حلیمي: جګړه کې ښکیل اړخونه باید د اسلامي نړۍ علماوو پرېکړې ته درناوی وکړي.

admin by admin
2021/06/20

د حج، ارشاد او اوقافو وزیر  محمد قاسم حلیمي وايي، جګړه کې ښکیل اړخونه باید د اسلامي نړۍ علماوو پرېکړې ته درناوی وکړي،چې په افغانستان کې یې روانه جګړه ناروا بللې.

حلیمي وايي، افغانستان کې روانه جګړه د قراني او نبوي نصوصو خلاف روانه ده او باید ختمه شي.

 د حلیمي په خبره،هغو پاکستاني علماوو چې تر پرون یې د طالبانو جګړه رواه بلله، نن هغوی هم یاده جګړه ناروا ګڼي.

حلیمي زیاته کړه:« بدبختانه او خوشبخاته باید دواړه ووایم. بدبختانه ځکه چې پاکستاني علماوو څو ورځ وړاندې پورې هم د افغانستان دولت پر وړاندې د جګړې فتوا ورکوله. خو د مکې مکرمې په ناسته کې یې په صراحت سره وویل، افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده. »

 هغه وايي، د پاکستان له علماوو سربېره د فقې اسلامي ټولنې علماوو، د عالم اسلامي رابطې ټولنې، د مکې مکرمې امام او نورو ټولو اړوندو هېوادونو په یوه غږ یاده جګړه حرامه بللې او د حل لپاره یې بین الافغاني خبرې اترې وړاندیز کړي دي.

حلیمي وايي: « هماغه وه، چې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال د جون میاشت ۱۰ او ۱۱ نټیو د مکې معظمې ښار کې مو کنفرانس درلود. کنفرانس کې د اسلامي نړۍ علماء راټول شوي ول او په ښکاره یې وویل، دا یوه ناروا جګړه ده. »

دغه وزارت وایي، له تېرو دوه کلونو راهیسې په افغانستان او له افغانستانه بهر د نړۍ علماوو په ځلونو  فتوا ورکړې،چې افغانستان کې روانه جګړه نارواه ده او باید ودرول شي.

طالبانو بیا تر اوسه پورې  د حکومت دغې تازه غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist