Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: خلکو د  امنیتي ستونزو له امله عمومي سړکونو ته دروازې لګولي. 

admin by admin
2021/06/20

په پلازمېنه کابل ښار کې د امنیتي ستونزو ډېرېدو له امله خلکو عمومي سړکونو ته دروازې اېښي  او قلفونه یې ورته اچولي دي.

خلک وايي، نازک امنیتي حالت، دهدفي وژنو وروستیو پېښو او د وسله ‌والو غلاوو وېرولي او په وینا یې، غله او ترور کوونکي له لويو سرکونو په ګټنې اسانۍ سره تېښته کوي.

 د اتمې حوزې یو تن اوسېدونکی وایي: « دلته دولتي لوړپوړي چارواکي اوسېږي او دا کوڅې تر امنیتي ګواښ لاندې وې. له همدې امله خلکو پرېکړه وکړه او کوڅې یې بندې کړې. »

خو د سړکونو بندول او د ورته دروازو لګولو سره ګڼو خلکو ته ستونزې پيدا شوي دي.

ښاريان وايي، د دولت له خوا پاخه سړکونه په شخصي ملکيتونو ګرځېدلي او يوازې د اړونده کوڅو خلکو ته پرې د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکی وايي: «  شااوخوا یو کال کېږي، چې دا کوڅې د دولت له لوري پخې شوې. دا عامه کوڅې دي. د دې خلکو له امله دا کوڅې زموږ پرمخ تړل شوي. دې چارې ډېری کسان له ستونزو سره مخ کړي دي. »

په شپږ نيمو بجو ناسته کې هم د بندو سړکونو د پرانېستلو لارښونه شوې وه، خو په يو شمېر ښاري سېمو کې دا پرېکړه نه ده پلې شوې.

اړونده حوزې  د سړکونو د پرانېستنې ژمنه کوي.

د اتمې حوزې مشر ګل رحمن احمدزی وايي: « موږ به دا ستونزه د کورنیو چارو وزات او امینه قوماندانۍ سره حل کړو. که چېرې دلته کوم امنیتي ملاحاظات یا امنیتي ستونزې وي. اتمه حوزه به خپله ستونزه حل کوي او  بګرامیو ولسوالۍ به خپله ستونزه حل کوي. » 

دا یوازې هغه لویې کوڅې او سړکونه دي،چې د سیمې خلکو له خوا ورته دروازې لګول شوي او بندې دي، د ښار ډېری برخو کې یو شمېر لوی سړکونه او عمومي لارې بیا د ملي‌ شورا غړو، چارواکو او زورواکانو له خوا بیا پر  سمنټي موانعو بندې شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تحریک انصاف د «ازادي یا مرګ» تر شعار لاندې پراخو لاریونونو ته چمتوالی نیسي
نړۍ

فبروري 11, 2026
بېکدلي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې مهم ځای لري
افغانستان

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

د دوحې پروسې اړوند کاري ډلو درېیمه ناسته کابل کې جوړه شوه

جاپان په افغانستان کې د ګوزڼ منځه وړلو په موخه له ملګرو ملتونو سره نږدې ۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه

فبروري 10, 2026
د هرات زوړ ښار د عصري ودانیو له یرغل سره مخ دی، چارواکي یې د ژغورلو ډاډ ورکوي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist