د سیمې اوسېدونکو شمشاد ته وویل، چې یاده ولسوالۍ له ۴۸ ساعتونو محاصرې وروسته، نن لس بجې د طالبانو لاس ته ولوېده.
سرچېنې وایي، په دغه ولسوالۍ کې کلابند سرتېري هم له خپلو وسلو سره طالبانو سره یو ځای شوي دي.
دچهاربولک ولسوال عطامحمد شرفیار هم تایید کړه، چې دغه ولسوالۍ کې یو شمېر پولیس او دولتي منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي.
ولسوال د چهاربولک د سقوط په اړه څه نه وایي.
طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې چهاربولک ولسوالۍ یې نیولې او زیات شمېر وسلې، تجهیزات او دولتي سرتېري یې هم نیولي دي.