د هېواد نوموتی سندرغاړی عبدالله مقری،چې له تېرو څو ورځو راهېسې پر کورونا وبا اخته وو، نن سهار د کابل په یوه روغتون کې یې ساه ورکړه.
د مقري زوی میر خان مقري د هغه مړېنه تائید کړې.
تر دې وړاندې د مقري د مړینې اوازې خپرې شوې وې، خو وروسته یې زوی او خپلوانو رد کړې.
مقري د هېواد لپاره سلګونه سندرې ویلي او تر ډېره یې هغه اشعار انتخاب کړي،چې هېوادنۍ مینه او احساسات راپاروي.
وطنی احساس او مینه هغه څه وه،چې عبدالله مقری یې له نورو ځانګړی کړی و، مقري په ټولنه کې د همدې ځانګړتیاوو له امله خاص ځای او مینه وال درلودل.
هېواد کې په وروستیو کې د کورونا وبا له امله د مړینو شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.