ځایي سرچینې وایي، چې له سختې جګړې وروسته د دره صوف پایین ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.
د سمنګان د ولایتي شورا یوه غړي هم د نوم نه ښودلو په شرط د یادې ولسوالۍ سقوط کېدل تایید کړي دي.
طالبانو هم رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دره صوف ولسوالۍ یې نیولې او زیات شمېر پوځي تجهیزات هم په لاس ورغلي دي.
د سمنګان امنیه قومنداني هم تایید کړه چې د دره صوف پایین ولسوالۍ موقعیت یې یوه بل ځای ته تغیر کړی دی.