Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نوې ملي جبهې، لوی ایتلاف سره پرېکون اعلان کړ

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/06

د افغانستان لوی ایتلاف سره د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي رسماً پرېکون اعلان کړ.

په رسمي ډول د نوې ملي جبهې مشر انورالحق احدي د افغانستان ژغورنې له لوی ایتلاف سره پریکون اعلان کړ او د ولسمشریزه ټاکنو لپاره په ټکټ کار کوي.

د ایتلاف له غړو سره د راتلونکي حکومت پرسر جنجال او د اجرایه ریاست په خپل ځای پاتې کېدل هغه ټکي دي چې احدي یې منلو ته تیار نه دی.

له دې وړاندې ایتلاف غړو شمشاد ته ویلي وو، چې احدي ترې راتلونکو ټاکنو کې د ملاتړ غوښتنه کړې خو دوی ورسره توافق ته نه دي رسېدلي.

ولسمشریزو ټاکنو ته د نږدې کېدو په درشل کې له هغه ایتلاف مهمې څېرې لارې جلا کوي چې د سیاسي ګټو لپاره یې د حکومت په مقابل کې جوړکړی و خو اوس د پاشل کېدو په حال کې ده.

په لومړي ګام کې ترې د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي ووت او تېره ورځ لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم هم خدای پاماني کړې ده.

د ایتلاف غړو له احدي غوښتي چې اجرایه ریاست باید پر ځای پاتې وي او دغه راز به ولسمشر او اجرایه رییس راتلونکې کې درې مرستیالان ولري او والیان به هم په خپله خوښه ټاکل کېږي.

اوس دغه جبهه کار کوي د قانون په اساس ولسمشریزو ټاکنو ته خپله احدي وړاندې کړي.

نوې ملي جبهه په دې باور ده، چې روان حکومت د اجرایه پوسټ له امله چې په قانون کې ځای نه لري د ستونزو لامل شوی دی.

کارپوهان باور لري چې له ایتلاف څخه د مهمو څېرو وتل به دا ایتلاف کمزوری او د خلکو په منځ کې به خپل ارزښت نور هم له لاسه ورکړي.

ځینې په دې باور دي چې دا کار د حکومت په خوښه روان دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist