Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې کاریګر د کار له نشتوالي شکایت کوي

کندهار کې کاریګر د کار له نشتوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/30

د کندهار ښار سردار مدد څلور لارې ته نږدي د سړک پر غاړه هره ورځ زیات شمېر کسان د ورځنۍ مزدورۍ په خاطر راټولېږي، چې ډېرو ته يې په ټوله ورځ کې هم کار نه پیدا کېږي او تش لاسونه کورونو ته ستنېږي.

‎دغه کاریګر له سهاره تر ماښامه ناست وي، هر تېرېدونکي وسایط ته په دې خاطر ګوري چې ګوندې د مزدورۍ لپاره به يي بوزي.

دوی وايي، ورځ تر بلې بېکاري زیاتېږي او دلته نه یوازې د کندهار بلکې د نورو ولایتونو خلک هم د کار په تمه راځي.

 دوی له سرپرست حکومته غواړي چې ورته د دایمي کار زمینه برابره کړي.

د کندهار ولایت یو تن اوسېدونکی ګلالی وايي: « له روژې او اختر راهیسې مو کار نه دی کړی، ټول مې پنځه ورځې کار نه دی کړی، اووه کسان په کور کې یو او حیران یم چې په څه یې ماړه کړم، هره ورځ په توره تیاره راوځم خو کار نشته. له حکومته مو هیله دا ده چې زموږ غم وخوري، دا خېمې وګورئ ټول دلته په کې پراته دي بیچاره ګان مجبوره دي.»

د وردګو ولایت یو تن اوسېدونکي سید محمد وايي: « دوې میاشتې کېږي چې کار لپاره راغلی یم، اختر کې هم کور ته لاړ نه شوم؛ خو کار هېڅ نشته او د کار کموالي له امله بیخي زیات ځورېږو، د کور خرڅ نه شو برابرولی. له حکومته غواړو چې موږ ته د دایمي کار زمینه برابره کړي او دا ټول کاریګر په کار بوخت شي.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی نورالله بیا وايي: « له حکومته مو غوښتنه دا ده چې موږ ته دایمې کار پیدا کړي. په یوه کار کې مو شامل کړي. کار نشته په دې ښار کې، تاسې وینئ چې په چوکونو کې خلک بې کاره ګرځي او ګرده ورځ حیران پاتې وي چې څه وکړي.»

په کندهار ولایت کې د بې کارۍ د کچې لوړېدلو د ټولنې بې وزله طبقه سخته اغېزمنه کړې ده.

د دغه ولایت کار او ټولنيزو چارو رياست د کار امر مولوي محمد یوسف محمد وايي، دوی هڅه کوي، چې بې روزګاره کسانو ته د دايمي کار زمينه برابره کړي.

هغه زیاتوي: « د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته د ولایت د حکم پر اساس ۱۵۰۰ عریضې راغلي دي او موږ د خپل ریاست د محترم رئیس د هدایت پر اساس تر دې دمه ۱۲۰ کسان تر کار لاندې لرو او دغه عریضې راته پرتې دي؛ نو موږ دا تصمیم لرو چې ټولو ته کار پیدا کړو او ان شاءالله ټولو ته به د کار زمینه برابرو.»

د کندهار د کار او ټولنیزو چارو مسولین خبر ورکوي چې په تېرو څو میاشتو کې یې لسګونه کسان له حرفوي زده کړو فارغ کړي او نږدې راتلونکي کې به د حرفوي زده کړو یوه بله دوره هم پیل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist