د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ويلي، تر اوسه پورې په دوحه کې د افغان سولې په پروسه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
عبدالرحمن زیاته کړه،چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د اېستلو د ځنډ اعلان د خبرو د وخت له اوږدېدو سره نوره مرسته کړې ده.
هغه ویلي، د دوی موخه دا ده،چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ پر اوربند سلا وشي او همداراز د دغه هېواد پر راتلونکې یوه هوکړه وشي.
بین الافغاني مذاکرات د قطر په پلازمینې دوحه کې تېر کال سیپټمبر میاشت کې پیل شول، خو تر دې دمه هېڅ راز پرمختګ په کې راغلی نه دی.