د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ تېره ورځ انتونیو ګوتریس د دويم ځل لپاره د دغه سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکه.
ګوتریس به د پنځو نورو کلونو لپاره د ياد سازمان د عمومي سر منشي په توګه، چې ۱۹۳ غړي لري، مشري وکړي.
د ۷۲ کلن ګوتریس د ماموریت دویم پړاو به د راتلونکي ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیل شي.
د نړۍ بېلابېلو چارواکو ګوتريس ته پر خپل پوست د بیا ټاکل کېدو مبارکي ويلې ده.