د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وبا له امله ۱۰۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاد وزارت وایي،د کورونا وبا له امله د نویو مړینو سره د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۳ زره او ۹۴۳ ته لوړ شو.
دغه راز بیا په همدې موده کې ۲ زره ۳۱۳ کسان پر کورونا وبا اخته شوي،چې دې سره پر وبا د اخته کسانو شمېر ۹۸ زره او ۸۴۴ ته ورسېد.
کورونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په ډسمبر میاشت کې د چین مرکزي هوبي ولایت په ووهان ښار کې پیدا شوه.
د امریکا متحده ایالتو جان هاپګنز پوهنتون د شمېرو له مخې، ټوله نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له ۱۷۷ میلیونو لوړ شوی او څه باندې ۳.۸۳ میلیونه کسان ترې مړه شوي دي.