د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل شمشاد ته وویل، چې د دغه ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا چمتو شوی موټربم موخې ته له رسېدو وړاندې پېژندل شوی او چاودنه ورکړل شوې ده.
هغه زیاتوي، چې وسله والو غوښتل دغه موټر بم ته د دولت اباد پر امنیه قومندانۍ چاودنه ورکړي.
د عادل په خبره موټر بم موخې ته له رسېدو وړاندې امنیتي ځواکونو پېژندلی او چاودنه یې ورکړې، چې پایله کې یې د ملکیانو لسګونه کورنه ویجاړ شوي او یو شمېر عامو وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.
نوموړي ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې جزیات په ډاګه نه کړل.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.