د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایې، جګړې ۵ ساعتونه دوام وکړ او افغان ځواکونو وکولی وشل، چې وسله وال طالبان پر شاه وتنبوي.
د فرهاد په وینا، د دغه نښتو پرمهال ۲۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٧ نور ټپیان دي.
فرهاد زیاتوي، چې نښته کې یو سرتېری وژل شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو بیا پر ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې کړي، چې ښیې دوی د زنده جان ولسوالۍ امنیه قومنداني نیولې ده.
د زنده حان اوسېدونکي وایې، طالبانو ولسوالۍ کې یو شمېر ودانیو ته اور اچولی او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.