امنیتي سرچینې وایي، چې د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې پر کمانډو او ځانګړو قطعاتو ځواکونو باندې د طالبانو بریدونو کې شاوخوا ۱۵ سرتېري وژل شوي او ټپیان دي.
د سرچینو په وینا، وژل شویو کې د دفاع وزارت پخواني ویاند جنرال ظاهر عظیمي زوی سهراب عظیمي هم شامل دی.
د معتبرو سرچینو په حواله، د فاریاب دولت اباد ولسوالۍ کنټرول هم بېرته د طالبانو لاس ته ورغلی او امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی.
د فاریاب د ولایتي شورا یو غړی هم د نوم نه ښودلو په شرط وایي، چې دولت اباد ولسوالۍ بیا ځلي د طالبانو لخوا سقوط شوې او یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.
خو شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي وایي، چې دولت اباد ولسوالۍ د دولتي ځواکونو په کنټرول کې ده.