د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پرون شپه له ۱۰ زیاتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ۲۱۵ میوند قول اردو وایي، پرون ورځ افغان ځواکونو په ګرشک ولسوالۍ کې ۹ طالبان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.
خبرپاڼه کې راغلي،چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو ۲ پټنځایونه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.