Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ناټو سرمشریزه؛ جوبایډن افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

admin by admin
2021/06/15

د امريکا ولسمشر جوبايډن د ناټو په سر مشريزه کې ويلي چې ځواکونه يې له افغانستان د وتلو په حال کې دي او دوی به دغه هېواد سره خپلو مرستو او اړیکو ته دوام ورکړي.

جوبایډن وايي: « زموږ ځواکونه هېواد ته را ستنېږي، خو موږ هوکړه وکړه، چې زموږ ډيپلوماټيک، اقتصادي او بشري مرستې به افغانانو سره دوام وکړي او افغان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو سره به زموږ ملاتړ دوامدار وي.»

د ناټو له سر مشريزې وروسته د ياد سازمان مشر خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، چې د ياد سازمان غړو هېوادونو افغانستان سره د مرستو ژمنې بيا تازه کړي.

د ناټو عمومي منشي ين سټولټنبرګ وویل: « د ناټو غړو هېوادونو افغانستان سره د افغان ځواکونو روزنې، مالي فنډ، حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د چارو تنظيم په برخو کې خپلې ژمنې بيا تازه کړې.»

بايډن ويلي، د ناټو د غړو هېوادونو د هغې پرېکړې هرکلی کوي، چې افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې هڅې بايد جاري وساتل شي، ترڅو یو ځل بيا د ترهګرو په خوندي ځای بدل نه شي.

جو بایډن وایي: « زه د متحدينو د پرېکړې هرکلی کوم چې افغانستان کې د ترهګرۍ سره مبارزې هڅې بايد دوام وکړي، ترڅو دغه هېواد بيا ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل نه شي او زموږ په هېوادونو بيا بريد ونکړي.»

د ناټو په دې سر مشريزه کې افغانسان سره د مرستو د دوام دا ژمنه داسې مهال کېږي، چې د روان کال سپټمبر مياشت پورې ټول امريکايي او ناټو ځواکونه له هېواد څخه بهر کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist