ځايي سرچینې وايي، د شاجوی ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ مرستیال “رحمت الله” له دوه میله m16 ټوپکونو، یو ميل کلاشینکوف او یو میل پیکا سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی دی.
طالبانو هم د یاد کس د تسلیمېدو خبره منلې، خو رسمي حکومتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د زابل په شا جوی ولسوالي کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د حکومتي ځواکونو او طالبانو تر منځ پرلپسې جګړې روانې دي او طالبان توانېدلي، چې د یادې ولسوالۍ ډېرې سيمې له حکومتي ځواکونو ونیسي.