سرپل ولایت کې یو شمېر سیمه ییزه سرچینې وایي، چې د دغه ولایت ګوسفندي ولسوالۍ هم د طالبانو لخوا ونیول شوه.
سرچینه زیاتوي، امنیتي ځواکونه تېره شپه له دغې ولسوالۍ څخه وتلي دي.
دا د سرپل څلورمه ولسوالۍ ده، چې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو لخوا سقوط کېږي.
طالبانو هم د سرپل د ګوسفندي ولسوالۍ د سقوط پخلی کړی دی.
شمال کې امنیتي چارواکو بیا سرپل یواځې د سوزمه قلعه او صیاد ولسوالیو سقوط تایید کړی او د سنچارک او ګوسفندي د سقوط په اړه یې تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.