ناپېژاندو وسله والو نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند چکنوریو سیمه کې ۲ واکسیناتوران ټيیان کړي دي.
په ورته بله پېښه کې، چې د خوږیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې رامنځه ته شوې، یو واکسناتور وژل شوی او بل ټپي دی.
ولایتي چارواکو د چمتلې د پېښې پخلی کړی او د چکنوریو پېښه یی رد کړې ده.
تر اوسه د دغو پېښو مسولیت چا نه دی منلی.