په کابل کې د امریکا سفارت سرپرست راس وېلسن ویلي، که طالبان سوله ونه کړي، افغانستان کې به روانه جګړه لا وغځېږي او د زیاتې بربادۍ لامل به شي.
راس وېلسن تېره ورځ ویلي، دوی او ملګرو یې طالبانو ته روښانه کړې، چې د زور له لارې یې واک ته د رسېدو کلک مخالف دي.
وېلسن ویلي، که طالبان د افغان حکومت د راپرځولو او واک ته د رسېدو لپاره د جګړې پر دوام ټینګار وکړي، دوی به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هغسې ملاتړ وکړي، کوم چې په دې وروستیو څو کلونو کې یې کړی دی.
نوموړي ویلي، د زلمي خلیلزاد د هڅو موخه هم دا ده، چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي ټول مسایل د مېز پر سر حل شي، خو د ده په وینا طالبانو تر اوسه له دې کاره ډډه کړې ده.
وېلسن زیاته کړې، چې تر اوسه دوی نه پوهېږي چې طالبان په ځانګړې توګه څه غواړي؟ د افغانستان لپاره د دوی لرلید څه دی؟ په څه ډول غواړي دا هېواد اداره شي؟ او د تیرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنو ته په کومه سترګه ګوري.