د افغان سولې لپار د امریکا متحده ایالتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د سولې د خبرو په لړ کې له قزاقستاني چارواکو او ډیپلوماټانو سره خبرې کړي دي.
خلیلزاد د دغه هېواد په پلازمینه نور سلطان کې خبریالانو ته ویلي، د افغانستان د سولې په مسله کې د سیمې ټولو هېوادونو رول مهم دی.
د خلیلزاد په وینا،د امریکا ستره موخه دا ده،چې په دې تړاو سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړي او له همدې امله وخت ناوخت سیمې ته سفرونه کوي.
خلیلزاد زیاته کړې، قزاقستان یې هڅولی،چې له افغان سولې سره خپله همکاري ډېره کړي،ځکه د دغه هېواد سوله او ثبات د ټولې سیمې پر ګټه دی.
قزاقستان یو ځل بیا په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.