د سپینې ماڼۍ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر جوبایډن د شاوخوا نیم میلیون کډوالو لپاره په امریکا کې د دایمي استوګنې او تابعیت لپاره طرحه وړاندې کړې.
د وړاندې شوې طرحې له مخې، په دغو کډوالو کې به هغه کسان شامل وي چې ۱۰ کاله په امریکا کې پاتې شوي وي او پلار یا مور یې د امریکا له تابعیت لرونکي سره واده کړی وي.
په یاد طرحه کې راغلي، چې لومړی به دغو کډوالو ته ددایمي اوسېدو اسناد ورکړل شي او له هغې وروسته به د امریکا تابعیت واخلي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د دې طرحې په پلې کولو سره به ۵۰۰ زره هغه کډوال چې د امریکا تابعیت نه لري قانوني اسناد ترلاسه کړي او ۵۰ زره هغه ماشومان به هم د دې برخه وي، چې مور یا پلار یې د امریکا تابعیت لرونکي سره واده کړی وي.»
د بایډن د دغه اقدام، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو لپاره د سلګونه زرو نورو کسانو ته د تابعیت ترلاسه کولو زمینه رامنځته کړه.
د خبرپاڼې یوه برخه:« له درېیو کلونو وروسته به دغو کډوالو ته د امریکا تابعیت ورکړل شي، چې د نورو امریکايي وګړیو په څېر له ټولو حقونو به برخمن شي.»
په امریکا کې ډېر شمېر افغان کډوال دایمي کار یا دایمي اقامت نه لري او اړ دي هر کال یا دوه کاله د استوګنې کارتونه له اړونده اداري مراحلو وروسته نوي کړي.
د چارو یو شمېر کارپوهان د امریکا ولسمشر جو بایډن له لوري د کډوالو لپاره د دایمي استوګنې وړاندیز شوې طرحه د ټاکنیزو سیالیو برخه بولي او په باور یې په همدې هېواد کې زرګونه افغانان د اوسېدو اسنادو سربېره کاري خوندیتوب هم نه لري.
دوی زیاتوي، یو شمېر افغان کډوال چې جنايي پېښو کې ښکېل دي فردي جرم یې په دغه هېواد کې د ټولو افغان کډوالو خوندیتوب له ګواښ سره مخ کړی.
د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« جوبایډن ویلي چې دوی ۵۰ سلنه کډوال مني او جرمني کډوال وباسي دا ډېر توپېر سره لري. بایډن د خپلو ټاکنو لپاره دغه تبلیغات کوي او جرمني هغه جرمي جنایتکاران چې هلته یې جرمي جنایتونه ترسره کړي، یا یې ترسره کوي، هغه وباسي.»
د امریکا ولسمشر جوبایډن له لوري بې اسناده کډوالو ته د تابعیت ورکولو پرېکړه د دغه هېواد د جمهوري پالو استازو سربېره د حقونو د مدافع سازمانونو او ډېری ډیموکرات وکیلانو له مخالفت سره مخ شوې.