د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي،له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه د مسوولیت اخېستلو ته چمتو ده.
اردوغان بروکسل ته تر سفر وړاندې پلازمېنه انقره کې خبریالانو ته ویلي،د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازینی باوري هېواد،چې کولائ شي،د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي،هغه ترکیه دی.
د اردوغا په وینا،امریکایي چارواکو ورسره خبرې کړې او ترکیه تیاره ده،چې دغه ماموریت ومني.
اردوغان دا هم وایي، پر دې مسله به په بروکسل کې له جو بایډن سره هم خبرې وکړي.
ترکیه داسې مهال د کابل هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره چمتووالی اعلان کوي،چې وار له مخې طالبانو ویلي، ترکیه دې د دوحې له هوکړې سره سم خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
طالبانو ویلي، افغانستان کې د بهرني هېواد سرتېرو پاتې کېدو ته اجازه نه ورکوي.