فراه کې تر ۵۰ زیات سرتېري وژل شوي
فراه کې تر پنځوسو زیات سرحدي سرتیري وژل شوي دي.
طالبانو دغه مرګونی برید تیره شپه پشتکوه ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر یو کنډک کړی دی.
د فرا و لایتي شورا غړي ګل احمد فقیري شمشاد ته وویل، د طالبانو برید کې دغه کنډک په بشپړډول سقوط شوی او تر پنځوسو ډیر سرحدي سرتیري وژل شوي دي.
ګل احمد فقیري د سیمه ییزو سرچېنو له قوله ویلي، طالبانو د دغه کنډک لسګونه میله سپکې او درنې وسلې، څلور موټرونه، اووه هاموي ټانګه، څورنجر موټرونه او ټول پوځي مهمات له ځانه سره وړي.
د فراه د والي ویاند محمد ناصرمهري هم پردغه کنډک د طالبانو برید مني اووايې برید کې ګڼو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتي.
هغه وايي تراوسه په دې اړه بشپړ مالومات نه دي وررسیدلي خو د جزیاتو ترلاسه کولو وروسته به يې له رسنیو سره شریک کړي .
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ادعا کوي چې دغه کنډک کې د دوی له لوري لسګونه سرتیري وژل شوي او پنځه ژوندي نیول شوي.