Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

فاریاب: هوايي برید کې د یوه ښوونځي ودانۍ ویجاړه شوې، ۶ ملکیان ټپیان دي.

admin by admin
2021/06/14

د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د هوایي برید پر مهال د یوه ښوونځي ودانۍ ویجاړه شوې او ۶ ملکیان هم ټپیان شوي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالاحد ایلبیک وایي، تېره ورځ افغان هوایي ځواکونو د دولت اباد ولسوالۍ مرکز کې یو شمېر سیمې بمبارد کړي دي.

دولت اباد ولسوالۍ تېره اونۍ له سختو جګړو وروسته طالبانو سقوط کړه.

د ولایتي شورا دغه غړی وایي، چې د تېرې ورځې هوايي بریدونو کې د دولت اباد مرکز اړوند شهید عبدالرحمن لیسې دوه ودانۍ چې تازه جوړې شوې وې، تخریب شوي دي.

هغه وایي، په دغه پېښه کې ۶ تنه ملکیان هم ټپیان شوي دي.

له بل لوري بیا شمال زون کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، چې تېره ورځ یې د فاریاب په دولت اباد او شیرین تګاب ولسوالیو کې د هوایي برید پر مهال ۷ وسله وال طالبان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي په یاده پېښه کې د یوه ښوونځي تخریب او دغه راز د ملکیانو د ټپي کېدو خبر ردوي.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist