طالبانو د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د یوه روغتون ودانۍ چې چارې یې لا نه وې بشپړې شوي، په بمونو الوځولې دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالرحمن منګل وایي، طالبانو تېره شپه د هغه روغتون ودانۍ په بمونو الوځولې چې د ۷۷ ملیونه افغانیو په لګښت یې د جوړېدو چارې روانې وې.
منګل زیاتوي، چې د دغه روغتون د ودانۍ د جوړېدو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې وې.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.