د امریکا متحده ایالتو سنا جرګې غړي مایک والټز ویلي، که افغانستان کې امنیتي ګواښونو زیات شي، نو امریکايي ځواکونه اړ دي،چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي.
هغه وايي، ډېر احتمال شته،چې د طالبانو له لوري د سیمو له لاندې کېدو وروسته القاعده راوړاندې شي او پر امریکا د حملو پلانونه جوړ کړي.
والټز زیاته کړه:« موږ به په داسې حالت کې اړ شو،چې بیا افغانستان ته وګرځوو.»
ده د هغو استخباراتي معلوماتو غوښتنه وکړه،چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا پوځ او استخبابارتو ترلاسه کړي،څو افغانستان ته د ځواکونو د بیا لېږلو په صورت کې ورڅخه کار واخیستل شي.
v