Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله: دوحه کې د سولې بین الافغاني مذاکراتو لاهم معنی دار  اړخ نه دی خپل کړی.

admin by admin
2021/06/13

د قطر پلازمېنه په دوحه کې څو ځلې د بین الافغاني خبرو د پیل راپورونه خپاره شول،خو له اختر وروسته تر اوسه پورې  ګټورې خبرې نه دي شوي او د دواړو خواوو له لوري د شویو ناستو موضوعات فرعي ښودل کیږي.

ازاد خبریال  سمیع یوسفزی وايي: « په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د نه پرمختګ لاملونه څرګند دي. هغه دا دي، چې  پر بنسټیزو خبرو باندې پرمختګ نه دی  شوی او نه هم پرې هوکړه شوې. داسې نه برېښي،چې دواړه غاړې او په ځانګړي ډول طالبان له وروستیو پوځي پرمختګونو  وروسته د سولې خبرو ته خاصه لېوالتیا نه ښي.»

لس میاشتې وړاندې دغه خبرې پیل شوي،خو لاهم په داسې موضوعاتو هوکړه  نه ده شوې،چې د خبرو اساس او اصلي مسیر وټاکي.

تحلیل کوونکي بیا وايي، طالبان په دې برخه ځکه له احتیاط څخه کار اخلي،چې امریکا تر اوسه د هوکړې بشپړ عمل ته وفاداره نه ښکاري.

د جمهوریت او طالبانو مذاکراتي پلاوي دوحه کې دي او تر منځ یې تماسونه شته دي.

   د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وايي: «  د اختر له دویمې وروسته هم څو ځلې ناستې شوې دي. خو اعلان شوې نه دي. د مشرانو له تېر ځل ناستې وروسته بیا ناستې نه دي شوي،خو سره په تماس کې یو.»

د سولې مذاکراتي پلاوو په د وحه کې خپل منځي تماسونه ساتلي،خو تر اوسه یې د خبرو پرمیز بحثونه نه دي پيل کړي.

 مرکچي ډلو په جلا لېدنو کې بهرنیو ډیپلوماتانو او د ا فغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازو سره هم  کتلي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist