د امریکا لوړپوړې ډېپلوماټه د افغان سولې خبرو لپاره پاکستان ته رسېدلې
دامریکا لوړپوړې ډېپلوماټه نن په پاکستان کې د افغانستان سولې په تړاو خبرې پيلوي.
د رسنیو د راپور له مخې د سوېلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الېس وېلس له کابل وروسته نن پاکستان ته ځي او هلته به د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د افغانستان سولې په تړاو خبرې وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر فیصل په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې دغه ناستې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د خبرو لړیو دوام دی.
تر دې دمخه وېلس په کابل کې د ولسمشر غني په ګډون لوړپوړو چارواکو سره لیدلي و.