د عامې روغتیا وزارت وايي، له امنیتي سکتور مو غوښتي،چې پر خلکو د روغتیايي سپارښتنو جدي تطبیق په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
سره له دې،چې د کورونا وبا ګواښ له یوې ورځې بلې ته زیاتیږي،خو په ښار او بازارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه، د روغتیايي سپارښتنو نه عملي کول او بې غوري د پخوا په څېر په عادي ډول ده.
د یاد وزارت ویاند مرستیال ویاند مېروس علیزی وايي، ښار کې د خلکو ګڼې ګوڼې زیاتوالي او د کورونا وبا پر وړاندې بې غورۍ اړ کړي،چې له جدیته کار واخلي.
عليزی وايي:« د خلکو بې غورۍ اړ کړو، چې له امنیتي سکتور د همکارۍ غوښتنه وکړو. »
د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا وبا هېواد کې سخت حالت ته رسیدلې.
د عامې روغتیا ویاند مرستیال میرویس عليزی وايي: « که چېرې دوه یا درې اونیو کې د پېښو اوج ته ورسېږو، نو له هغې وروسته به حالت بېرته ورو ورو مثبتې پېښې کمې شي. »
په روغتونونو کې د بسترونو ډکېدل او ناروغانو ته د آکسیجن نه رسیدنه هغه ننګونه ده،چې د کوونا وبا د مړینې ګراف یې لوړ کړی دی.
د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، هېواد کې پر کورونا وبا ۸۹ زره او ۸۶۱ کسان اخته شوي او ۳ زره او ۵۶۱ کسان ترې مړه شوي.