د ايران ۲۰۱۵ کال اټومي تړون په روانو مذاکراتو کې د تهران آستازی عباس عراقچي وايي، فکر نه کوي، چې روانه اونۍ دې کومې هوکړې ته ورسېږي.
له عباس عراقچي سر بېره د روسيې آستازي هم ويلي، څو نورو اونيو ته اړتيا ده، چې د ايران او امريکا ترمنځ اټومي هوکړه بيا تازه شي.
له دې وړاندې ايراني شنونکو هم ويلي وو، چې احتمال نه لېدل کېږي، چې د دغه هېواد له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې دې دغه هوکړه وشي.
د برېټانيا، چين، فرانسې، جرمني، روسيې او ايران آستازو تر دې مهاله د اتريش په پلازمېنه ويانا کې شپږ پړاوه مذاکرات تر سره کړي، چې امريکا ۲۰۱۵ کال اټومي تړون ته را وګرځوي.